کابل کې د هوایي مدافعې سيسټم فعال شو

20 سرطان 1400 ساعت 10:02

ملي دفاع وزارت پلازمېنه کابل کې د هوايي مدافعي سیستم د نصب او فعالېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت پلازمېنه کابل کې د هوايي مدافعي سیستم د نصب او فعالېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، دا سیستم به نن د شپې دوه بجې فعال شي.

د سرچینې په وینا دا د راکټونو او مزايلو د دفعې لپاره په نړۍ کې د تجربې پر بنسټ خورا ګټور ثابت شوی سيسټم دی.
 
دفاع وزارت د کابل ښاريانو او څېرمې سيمې اوسېدونکو ته خبر ورکړی، چې د غږ په اورېدو یې اندېښمن نه شي او وار له مخه په جریان کې وي.

ملي دفاع وزارت وايي، امنيتي سکټور او افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره د سر په بیه چمتو دي.

خبرپانه کې ویل شوي، دغه سيسټم هم د همدې موخو له ډلې دی چې پر جګړه‌ یزو احضاراتو مثبته اغېزه لري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140658

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140658/

جمهور
  https://www.jomhornews.com