استرالیايي ځواکونه هم له افغانستانه په بشپړه توګه ووتل

20 سرطان 1400 ساعت 13:08

د استرالیا د دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې یې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېده او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواده ایستلی دی.


د استرالیا د دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې یې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېده او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواده ایستلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي رسنیو ته ویلي، په افغانستان کې یې په وروستیو اونیو کې ټولټال اتیا سرتېري وو چې د سفارت او ديپلوماتیک ماموریت ساتنه یې کوله.

خو په وینا یې اوس دغه ډله له افغانستان وتلې ده او په دې توګه یې دلته ماموریت بشپړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، په تېرو شلو کلونو کې یې شاوخوا ۳۶ زره سرتېرو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې المان او یو شمېر نورو ناټو غړو هېوادونو هم د افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو خبر ورکړی وو.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني هم وايي، دوی له افغانستان ۹۰ سلنه سرتېري او تجهیزات ایستلي او پاتې نور به هم تر دوه میاشتو پورې وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com