عبدالله: طالبان د وخت نه ضایع کوي، افغانان به هېڅکله زور ته تسلیم نه شي

21 سرطان 1400 ساعت 9:43

د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره د خبرو اترو لار ونیسي.


د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره د خبرو اترو لار ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه ایران ته د افغان حکومت له تللي پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغان جګړه نظامي حل لار نه لري نو اړینه ده، چې ټولې هڅې د سوله ییزو لارو پر موندلو متمرکز شي او ستونزوې د خبرو له لارې حل شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ټینګار کړي، چې افغان دولت د تلپاتې او عادلانه سولې غوښتونکی دی او له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره یوازینۍ لار مذاکرات بولي.

ښاغلي عبدالله پر طالبانو غږ کړی دی چې د وخت ضایع کولو پر ځای دې له سوله ییزو لارو د افغان کشالې پای ته رسېدو ته خپله رښتینې اراده څرګنده کړي.

 عبدالله  ټینګار کړی دی چې افغانان هېڅکله زور ته نه دي تسلیم شوي او که چېرته څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوي نو له توند غبرګون سره یې مخ کېدلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140689

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com