۰

افغان حکومت: اروپايي هېوادونه دې د افغان کډوانو اجباري ایستل ودروي

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
افغان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د افغان کډوانو اجباري ایستل بند کاندي.
افغان حکومت: اروپايي هېوادونه دې د افغان کډوانو اجباري ایستل ودروي
افغان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د افغان کډوانو اجباري ایستل بند کاندي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، له یوې خوا د طالبانو د تشدد ډیروالي او له بلې خوا د کوویډ۱۹ بیمارۍ دریمې څپې خلکو ته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پیدا کړي.

سرچینه وایي، له همدې امله د حکومت په پریکړې کې ټینګار شوی چې کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو اجباري ایستل د دریو میاشتو لپاره بند کړي.

وزارت ویلي چې د اروپا نه د افغان کډوالو راستیندل د اندیښنې وړ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیون ثبت شويو افغانانو د هېواد نه بهر د کډوالۍ ژوند کاوه، چې په نړۍ کې دویم هیواد دی چې دومره ډیر وګړي یې کډوال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي