سرچینې: د سولې د مرکچي پلاویو د تماس ډلو ناستې پیل شوې

21 سرطان 1400 ساعت 9:52

سرچینې وايي، دوحه کې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د خبرو اترو د پیل او چټکتیا لپاره د درېیمګړي غوښتنه کړې ده.


سرچینې وايي، دوحه کې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د خبرو اترو د پیل او چټکتیا لپاره د درېیمګړي غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له قطره یوې سرچینې رسنیو ته دا هم ویلي، چې دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو ناستې پیل شوې دي.

سرچینې وویلي، د سولې خبرو د اجنډا په اساسي موضوعاتو له تېرو دوه اوونیو راهیسې کار پیل شوی دی.

په دې ناستو کې په دې اړه خبرې شوي چې دواړه لوري باید خپله لومړۍ مهمه موضوع په ګوته او د ګډې ناستې لپاره د بحث په موخه یې وړاندې کړي.

سرچینه زیاتوي، دوی د خبرو د پرمختګ لپاره د اسانچاري یا منځګړي غوښتنه کړې ځکه طالبان ټوله پړه پر دولتي او د دولت پلاوی بیا پړه پر طالبان اچوي چې د خبرو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

د سرچینې په وینا، تراوسه یې د طالبانو له لوري په دې اړه چې دوی به منځګړی ومني که نه، معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو هیله لري چې دغه وړاندیز یې ومنل شي.

دغه سرچینې دا هم ویلي، چې طالبان په هېواد کې د روانې جګړې د درېدو او اوربند په اړه هیڅ ډول علاقه مندي نه ‌لري، ځکه څو څو ځله یې ورڅخه د اوربند غوښتنه کړې چې رد کړې یې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسېدلی دی وايي، موخه یې د خبرو ګړندي کول او یوه سیاسي جوړجاړي ته لار پرانستل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com