۰

ولسمشرغني له حامد کرزي، استاد سیاف او عبدالله سره لیدلي دي

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف او ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
ولسمشرغني له حامد کرزي، استاد سیاف او عبدالله سره لیدلي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف او ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او دغه جهادي او سیاسي مشرانو تر منځ لیدنه پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه ارګ کې شوې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د هېواد په روان وضعیت، د افغان ځواکونو په ملاتړ او سولې په پروسه باندې خبرې اترې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر له دغه جهادي او سیاسي مشرانو غوښتي، چې له هېواد، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او سولې لپاره په یوه واحد صف کې ودرېږو.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دغه لیدنه کې د پیاوړې سیاسي اجماع، د جمهوري نظام او په هېواد کې د تلپاتې سولې پر ټېنګښت ټینګار وشو.

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې سیاسي شخصیتونه او جهادي مشران باید له نظام د دفاع په واحد صف کې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې پردۍ دسیسې بریالۍ شي.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ټولو اړخونو په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره د هڅو پر چټکتیا، ولسواکۍ پر دفاع او نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني داسې مهال د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره ګوري  چې له یوې خوا د سولې خبرې په ټپه درېدلې او له بلې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې جګړې اوج ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي