کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کرس الکساندر یو ځل بیا ویلي، چې د طالبانو ډله افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته وړي او د پاکستان لپاره جنګېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکساندر په یوه ټوېټ کې ویلي«طالبان بهرني نیابتي جنګیالي دي، چې د پاکستان د پوځ لپاره جګړه کوي.»
نوموړي په دغه ټوېټ کې زیاته کړې، طالبان هره ورځ د ملګرو ملتونو له د بشري حقونو منشور، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړوو ناستو، کنفرانسونو او ابلاغیو څخه هره ورځ سرغړونه کوي.
دغه پخواني دیپلومات د سوال په توګه پوښتنه کړې، چې څومره وخت به نور ونیسي، چې امریکا او متحدین یې پر وړاندې اقدام وکړي؟
که څه هم د پاکستان حکومت او طالبانو په وار وار دا رد کړې، خو په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تایید کړه، چې د طالب مشرانو کورنۍ پاکستان کې دي، ټپیان یې هلته درملنه کېږي او ان مړي یې پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي.
د یادونې ده، چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم نن په یوه ټوېټ کې ویلي، طالبان هغه جنګي ډله ده، چې د د نورو د ګډو یا مخلوطو ګټو لپاره جګړه کوي.
نوموړي ویلي، چې دغه ډله درې برخې لري، چې لومړۍ هغه یې تعلیم یافته دي او دا ډله په مستقیم ډول د پاکستان د پوځ د ستر درستیز له مرکز، پېښور او کویټې څخه لارښود ورته کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل