د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي او ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي اتمر او ویلسن لیدنه پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه شوې ده.
سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت او سولې پروسه باندې خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، امریکا یو ځل بیا له افغان حکومت سره د همکارۍ او تېرو لاس ته راوړنو د ساتلو ژمنه وکړه.
خبرپاڼه کې د ویلسن له قوله ویل شوي، چې امریکا د افغان حکومت تر حنګ ولاړه ده او خپلې اړیکې به لا ورسره پیاوړې کړي.
کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ټینګار کړي، چې اجازه نه ورکوي چې تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.
په ورته وخت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر ویلي، افغانان سولې ته اړتیا لري او امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې امریکا باید د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره لا ډېره هڅه وکړي او نړیوال دې ته تیار کړي چې په افغانستان کې له دایمي سولې سره رښتینې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل