۰

هلمند او پکتیا کې چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۲۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله د یوه نظامي په ګډون ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند او پکتیا کې چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله د یوه نظامي په ګډون ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه چاودنې نن دوشنبې د چنګاښ ۲۱ مه سهار مهال د هلمند د مرکز لښکرګاه په بولان او د پکتیا د مرکز ګردېز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې دي.

له هلمنده راپورونه وايي، چې بولان سیمه کې د ولسي وګړو په ټونس ډوله موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې څلور تنه په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

بل خوا پکتیا کې بیا د جنايي جرمونو سره د مبارزې په کارمندان چاودنه شوې، چې له امله یې یو جنايي کارکوونکی وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي