۰
تاجکستان:

افغانستان کې ناامنۍ د ګټو په زیان دي، باید ژر تر ژره اوربند او سوله وشي

سی شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۹
تاجکستاني چارواکي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات پلوي دی، ځکه دغه هېواد کې سوله پر ټوله سیمه مثبت اغېز کولی شي.
افغانستان کې ناامنۍ د ګټو په زیان دي، باید ژر تر ژره اوربند او سوله وشي
تاجکستاني چارواکي وايي، هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات پلوي دی، ځکه دغه هېواد کې سوله پر ټوله سیمه مثبت اغېز کولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خسرو ناضري له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې تاجکستان په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی او له ښکېلو غاړو غواړي، چې د سولې خبرې پیل کړي.

ده ټینګار کړی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو له همدې امله باید بېړنۍ اوربند او سوله وشي.

دی زیاتوي، چې هېواد یې دې ته تیار دی، چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې خپله همکاري ډېره کړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، په روانه جګړه کې د ملکیانو وژل، د عامه تاسیساتو ورانول او زرګونه خلک له خپلو مېنو بېځایه کول له ټولو بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.

 په ورته وخت افغان لوري هم ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره همکاري ډېره کړي، ځکه روانه جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول لوري به زیانمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې اوج ته رسیدلي او له کبله یې دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي