ولسمشر: ډېر ژر به هوايي ځواکونه د جنګ لوری بدل کړي

22 سرطان 1400 ساعت 12:57

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به افغان هوايي ځواکونه د جنګ لوری بدل او اړین ثبات به راولي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به افغان هوايي ځواکونه د جنګ لوری بدل او اړین ثبات به راولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د هوايي ځواکونو د ځانګړې لوا له ځینو پیلوټانو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي د ځواکونو د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره له دې پرېکړې هم خبر ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایي ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړي.

د دغو خبرو ویډیو ارګ په خپله فیسبوک خپره کړې او ولسمشر په کې وايي، خاص قوتونه به مطلق خاص پاتې شي.

هغه زیاته کړې«نوم مو الماس دی [الماس ۷۷۷ لوا] هماغسې به پاتې کېږۍ. په عین حال کې به زه خاص قطعه له تاسو سره یوځای کړم څو وکړای شي هغسې چې تاسې روزل شوي وی او وروزل شي او کار درنه واخیستل شي.»

ښاغلي غني له پيلوټانو سره په دې خبرو کې ویلي چې له ځانګړو هوایي ځواکونو به د بار وړلو په څېر ځینې مسوولیتونه کمېږي او تمرکز به یې شپنیو او ځانګړو عملیاتو ته وګرځول شي.

ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دا مهال د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او طالبانو ګڼ شمېر ولسوالۍ ولکه کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140749

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140749/

جمهور
  https://www.jomhornews.com