۰

عبدالله:ډېر ژر به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شي

سی شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۶:۲۶
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژره به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شي.
عبدالله:ډېر ژر به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شي
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژره به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د ښځو کمېتې ناستې ته وینا کوله و ویل، چې په راتلونکو درې څلور ورځو کې به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شي.

عبدالله په دغه غونډه کې زیاته کړه، چې افغان حکومت د سولې خبرو ته ژمن دی او په هېڅ صورت د دې پلوي نه دی، چې خبرې ونه کړي.

نوموړي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس ملاتړ وستایه او ویې ویل، ولس چې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ راوتلی دا کار په زور نه دی شوی، بلکې خپله یې له حکومته غوښتي او هېڅ ډول خطر نه دی.

عبدالله د سولې په اړه یو ځل بیا پر مذاکراتو ټینګار وکړ او ویې ویل، طالبان چې څه غواړي د مېز سره ته یې د راوړي او له هغې وروسته به ولس د ټاکنو له لارې پرېکړه کوي، چې څوک خپل مشر ټاکي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نن پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه غونده کې و ویل، چې ډېر ژر به د سولې جدي او پایله لرونکې خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د حکومت له خوا یو لوړ پوړی پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي.

د دې تر څنګ ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي، چې طالبانو د اوربند په اړه نرمښت ښودلی او د ځینو شرطونو په وړاندې کولو یې منلې، چې غواړي پر اوربند خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي