۰

د لغمان د الینګار ولسوالۍ لوړ پوړي چارواکي ملي امنیت نیولي

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ لوړ پوړي ملکي او نظامي چارواکي د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ لوړ پوړي چارواکي ملي امنیت نیولي
سیمه ییز چارواکي وايي، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ لوړ پوړي ملکي او نظامي چارواکي د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په نیولو شویو کسانو تور دی، چې ولسوالي او مهمات یې په لوی لاس طالبانو ته پرېښي وو.

دوی تر هغې وروسته ونیول شول، چې د لغمان د والي عبدالولي واحدزي په مشرۍ د ولایت نظامي شورا د هغوی د نیولو پرېکړه وکړه.

د لغمان ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په نظامي شورا کې د الینګار د هغو مسوولینو په اړه لازمې پرېکړې وشوې، چې په لوی لاس یې ولسوالي او مهمات طالبانو ته پرېښي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې د الینګار ولسوال، د امنیه قوماندانۍ سرپرست، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چاوراکو د دوشنبې په ورځ د طالبانو له بریدونو وروسته د هوايي ځواک غوښتنه کړې وه، چې په وخت ورته ورسېده، خو له دې سره یې د ولایت له رهبري سره له مشورې پرته د ولسوالي تعمیر، زیات شمېر وسایط او نظامي تجهیزات طالبانو پریښي وو.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې یادو مسوولینو په لوی لاس له دښمن سره سودا کړې او د مکافاتو او مجازاتو د اصل د پلي کېدو په خاطر عدلیي او قضایي ارګانونوته ور وپیژندل شول.

د سرچینې په خبره، نیول شوي کسان اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې تر جدي پوښتنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درې ورځو راهیسې طالبانو د الینګار ولسوالي پر تعمیر او شاوخوا امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي وو چې زیات شمېر وسله وال او مهم قومندانان یې د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې و وژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي