د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، طالبانو هرات کې د سلما بند پر لوري بې شمېره هاوانونه او توغندي ویشتلي، چې ډېر شمېر یې د بند څنګ ته لګېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له هغې وروسته چې د هرات یو شمېر سیمو کې سختې جګړې پیل شوې د سلما بند په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.
دغه ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، د هرات ولایت په چیشت شریف ولسوالي کې چې د “سلما بند” هم په کې موقعیت لري؛ د طالبانو لخوا د بند پر لور بې شمېره هوانونه او توغندیز بریدونه تر سره کیږي چې ډير شمېر یې بند ته نږدې لګېدلي دي.
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که د دغه توغندیزو بريدو مخه ونه نیول شي؛ لرې نه ده چې سلما بند ویجاړ شي او په هغه صورت کې به ګڼ شمېر هېوادوالو ته د مالي زیان تر څنګ سخت ځاني زیانونه ورسېږي.
یادې ادارې ټینګار کړیو چې که سلما بند ته زیان ورسېږي د هرات ولایت د ۸ ولسوالیو زرګونه اوسېدونکو او د هغوی کرنیزو ځمکو ته به سخت زیان ورسیږي.
اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې پر سلما بند او ورڅېرمه سیمو کې دې خپل بریدونه ودروي، ځکه ملي شتمني د ټولو شریک مال دی او د بریدونو له دوام څخه د پېښېدونکي زیان مسؤلیت به بیا د دوی پر غاړه وي.
سرچینې یو ځل بیا په ټینګار سره پر طالبانو غږ کړي، چې په جګړه کې دې د ملي شمتنیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې پر سلما بند او ورڅیرمه سیمو کې دې خپل بریدونه ودروي، ځکه ملي شتمني د ټولو شریک مال دی او د بریدونو له دوام څخه د پېښېدونکي زیان مسؤلیت به بیا د دوی پر غاړه وي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل