۰

چین طالبانو ته! له جګړې او ټولو ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلۍ

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۲
چین له وسله والو طالبانو په کلکه غوښتي، چې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي، له جګړې لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.
چین طالبانو ته! له جګړې او ټولو ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلۍ
چین له وسله والو طالبانو په کلکه غوښتي، چې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي، له جګړې لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محی الدین سره دوشنبې کې تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان لانجه پوځي حل لار نه لري او دواړه خواوې باید د سیاسي جوړجاړي له لارې جګړو او ستونزو ته د پای ټکی کېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه پوځي قوت په توګه طالبان باید هغه مسوولیتونه وپېژني چې د ملت په وړاندې یې لري.

وانک يي زیاته کړه، چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډولو سره اړیکې پرېکړي، جګړې ودروي او د افغانستان د سیاست میدان ته داخل شي.

که څه هم د دې ناستې ډېر جزیات نه دی ورکړل شوي، خو چین او امریکا تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې که طالبان د زور له لارې واک تر لاسه کړي دوی به یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي