۰

د باګرام هوايي اډه به څلور زره افغان سرتېري ساتي

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۷
د افغان حکومت پوځي چارواکو ویلي، چې د باګرام د هوايي ډګر د ستانې لپاره څلور زره افغان سرتېري ګمارل شوي دي.
د باګرام هوايي اډه به څلور زره افغان سرتېري ساتي
د افغان حکومت پوځي چارواکو ویلي، چې د باګرام د هوايي ډګر د ستانې لپاره څلور زره افغان سرتېري ګمارل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د باګرام د هوايي ډګر قوماندان جنرال اسدالله کوهستاني کړې او وايي، دغه هوايي ډګر د افغان حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د باګرام د هوايی ډګر د ساتنې او امنیت لپاره بشپړ تدابیر نیول کېږي او څلور زره سرتېري د دغه ډګر د ساتنې لپاره ګمارل شوي دی.

دغه راز افغان چارواکي وايي، د بګرام هوایي ډګر ستر روغتون به ډېر ژر فعال شي او د افغان پوځ درملنه به پکې کېږي.

باګرام د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستره نظامي اډه وه چې ډېری هوایي بریدونه، شپني عملیات او نور نظامي فعالیتونه په ټول افغانستان کې له همدې ځایه ترسره کېدل.

دغه هوايي ډګر څخه څه موده وړاندې امریکايي ځواکونه د شپې له خوا په پټه و وتل او څو ورځې وروسته یې افغان ځواکونو ته وسپاره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي