روغتیايي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه د مرکز جلال آباد ښار د تلاشۍ چوک په سیمه کې شوې ده.
ځايي امنیتي چارواکي وايي، چاودنه د دویمې امنیتي حوزې د مرستیال په موټر د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
که څه هم امنیتي چارواکي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو روغتیايي چارواکي وايي، چې د پېښې له ځایه دوی ته د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار