ولسمشر غني د ایټالیا له لومړي وزیر سره خبرې کړې دي

24 سرطان 1400 ساعت 8:04

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره تلېفوني خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي دراګي خبرې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه شوې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په نوي فصل او دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، ولسشمر په امنیتي او د بیارغاونې برخو په ځانګړي ډول هرات ولایت کې د ایټالیا دولت او خلکو د مرستو مننه وکړه او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له ایمرجنسي روغتون سره د دې هیواد مرستې اغېزناکې وې.

 ښاغلي غني هیله وښوده چې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د دواړو هیوادونو مناسبات تر پخوا لا زیات پراخ او دوام وکړي.

په ورته وخت کې د ایټالیا لومړي وزیر ویلي، ایټالیا د افغانانو ملګرې ده، زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پرخپل ځای ده.
 
هغه همداراز د ایټالیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com