د افغانستان د ملي پراخیتا شرکت وايي، د سروبي د برېښنا دویم بند د جوړېدو چارې تر یوې اونۍ پورې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي د انکشاف ملي شرکت د ودانیزو پروژو مشر انجینر نوید احمد رباني وايي، د سروبي بند جوړول د اوبو بهېدل نه ټکنی کوي.
نوموړي ټینګار چې د بند په جوړېدو د اوبو د بهېدو لړۍ په پشپړ توګه نه ټکنۍ کیږي یعنې د اوبو په اړه حقوقي ستونزې نه پیدا کوي.
د هغه په وینا د دغه بند برېښنا به کابل او ننګرهار ولایتونو ته و وېشل شي او وارداتي برېښنا ته د اړتیا کچه به راټیټه کړي.
که څه هم د ملي پراختیا شرکت نه وايي، د سروبي دویم بند جوړېدو لپاره څومره پانګه ځانګړې شوې او په څومره مودې کې به یې کار بشپړ شي، خو زیاتوي، بند جوړېدو لپاره پانګه د ملي پراخیتا شرکت له عوایدو تمویلیږي او عوایدو ته په کتو به یې کار روان وي.
د یادونې ده، دغه بند د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د کابل سیند پر اوبو جوړیږي چې د ګټې اخیستلو په پیلېدو سره به د ۱۲۸ میګاواټ برېښنا تولید کړي.
جمهورخبري اژانس:کابل