پاکستان د افغان سیاسیونو لپاره یو کنفرانس جوړوي

24 سرطان 1400 ساعت 9:11

په پام کې ده، چې پاکستان د سولې بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو د ګړندي کولو لپاره د افغانستان د سیاسي مشرانو د کنفرانس کوربتوب وکړي.


په پام کې ده، چې پاکستان د سولې بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو د ګړندي کولو لپاره د افغانستان د سیاسي مشرانو د کنفرانس کوربتوب وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باوري سرچینې وايي، رسنیو ته ویلي، دا کنفرانس به د جولای په ۱۷ مه پیل او تر ۱۹ پورې به دوام وکړي.

د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال او یو شمېر نورو سیاسیونو د دغه کنفرانس د جوړېدو او په کې د ګډون پخلی کړی دی.

خو د پاکستان په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی داوودزي وايي، د د ې کنفرانس د جوړیدو د نېټې په اړه تر اوسه لا هم بحثونه روان دي.

په ورته وخت پاکستاني سرچینو هم تایید کړې، چې دې کنفرانس کې داودزي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عمر زاخېوال، صلاح الدین رباني، محمد محقق، ګلبدین حکمتیار او احمد ولي مسعود ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

بل خوا کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د افغان حکومت او د طالبانو د ډلې په ګډون د افغانستان په معضله کې د ښکیلو مختلفو اړخونو سره په تماس کې دی.

باید و ویل شي، چې کابل کې د پاکستان سفیر له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان سیاسیونو سره لیدنې کتنې پیل کړې او ښايي موخه یې هم همدې کنفرانس ته بلنه وي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com