۰
نادري:

طالبان د ۳ میاشتني اوربند بدل کې د ۷ زره بندیانو خلاصون غواړي

پنجشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۱
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی او د ملکي خدمتونو ادارې مشر نادر نادري وایي، طالبان د دې میاشتې اوربند په بدل کې یو لړ شرطونه لري.
طالبان د ۳ میاشتني اوربند بدل کې د ۷ زره بندیانو خلاصون غواړي
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی او د ملکي خدمتونو ادارې مشر نادر نادري وایي، طالبان د دې میاشتې اوربند په بدل کې یو لړ شرطونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نادري چې نن پنشنبې د چنګاښ ۲۴ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې طالبان د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷ زرو بندیانو د خوشي کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د خپلو مشرانو د نومونو ایستل غواړي.

دی وايي، که څه هم طالبانو دا غوښتنه رسمي نه ده مطرح کړې، خو یوه غړي یې ویلي، چې دوی داسې یوه طرحه لري.
 
نادری وايي، د طالبانو دغه غوښتنه خورا درنه ده، ځکه تېر ځل چې هم د دغه ډلې څه کم شپږ زره بندیان خوشي شول نه یوازې د سولې او ثبات سره یې مرسته ونه کړه، بلکې جګړه لا زیاته شوی دی.
 
دی زیاتوي، چې د طالبانو د زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه د درې میاشتني اوربند په بدل کې درنده ده او دوی طالبانو ته ویلي، چې راځی ټول بندیان خوشي کړو، په ګډه د تور لېست څخه د نومونو ایستلو لپاره کار وکړ، خو تر دې وړاندې باید پر یوه داسې سوله سیاسي توافق وکړو، چې افغانستان کې پرې جګړه د تل لپاره ختمه شي.
 
 
په ورته وخت کې نادري هغه اوازې هم رد کړې، چې ګنې دوحه کې به د موقت حکومت په اړه خبرې اترې کېږي، خو دا یې تایید کړه، چې د افغان سیاسیون یو پلاوی به په یوه یا دوه ورځو کې قطر ته ولاړ شي او د طالب پلاوی سره به خبرې وکړي.
 
بل خوا نادري د جګړې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د دغه جګړو له امله د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې ټولګټې پروژې په ټپه ولاړې دي، خلک له بېکارۍ، لوږې، فکر او ورانیو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدا اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۳ میلیونه افغانان ژوند کوي، چې له ټولو عامه خدماتو څخه بې برخې دي.

ښاغلی نادري وايي، په دغه سیمو کې ۵۰ زره د ملکي خدماتو کارکوونکي بې کاره شوي، ۱۱۲ انکشافي پروژې په ټپه درېدلې او ۲۶۰ ودانۍ نړېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي