افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل چینايي سیال شي جین پنګ سره تلېفوني اړیکه کې د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي پنګ تلېفوني خبرې پرون جمعه د چنګاښ ۲۵ مه شوې او پر دوه اړخیزه اړیکو هم غږېدلې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، د چین ولسمشر ویلي، هېواد یې په ټوله مانا د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد په سوله او امنیت کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړی دی او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.
د چین ولسمشر ښاغلي غني سره ژمنه وکړه، چې د کورونا یو ملیون دوزه نور واکسین به هم افغانستان ته لېږي.
سرچینه وایي، ولسمشر غني هم په دې تلیفوني خبروکې د سولې له پروسې سره د چین مرسته اړینه بللې ده او هغه یې د افغانستان ښه ګاونډی هېواد بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل