د سرتاسري رادارو لومړۍ محوله افغانستان ته راورسېده

26 سرطان 1400 ساعت 10:54

د هوايي چلند ادارې خبر ورکړ، چې افغانستان ته د مستقلو او سرتاسري رادارو لومړی محوله له فرانسې څخه راورسېده.


د هوايي چلند ادارې خبر ورکړ، چې افغانستان ته د مستقلو او سرتاسري رادارو لومړی محوله له فرانسې څخه راورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې ادارې شنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه محوله نن سهار کابل ته راورسېده.

د سرچینې په وینا د افغانستان د خپلواکه رادارو د نصب تړون د هوايي چلند ادارې له خوا د فرانسوي تالس شرکت سره د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان خپلواکه راد د هېواد په ۱۲ نقطو کې ځای پر ځای کېږي او کولی شي تر ۴۵ زره فوټه پورې د افغانستان له فضايي حریم څخه کنټرول وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140876

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140876/

جمهور
  https://www.jomhornews.com