منظور پښتین:

افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې

26 سرطان 1400 ساعت 13:04

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې او غلطې پالیسۍ ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ده.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې او غلطې پالیسۍ ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ده.

مشر پښتین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د دغه غلتې تګلارې مخنیوی اړین دی او باید مخه یې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان منفي لاسوهنې په تېر تاریخ کې ټوله خطه د بربادۍ سره مخامخ کړې او دا ځل به یې هم نتیجه هغه وي.

ښاغلي پښتین ټینګار کړی، چې د دې لاسوهنې زیان به نه یوازې افغانستان ته وي، بلکې د ډیورنډ کرښې په دېخوا کې میشتو پښتنو ته به یې لوی زیان واوړي.

تر پښتین وړاندې د ده ملګري او د غورځنګ یوه بل مخکښ غړي محس داوړ هم د پاکستان د پارلمان په پرونۍ غونده کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي، په افغانستان کې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي.

دیوان خبري آژانس
 


د مطلب کود: 140885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com