۰
عبدالله د دوحې ناسته کې طالبانو ته!

راځۍ له حاشیې څخه تېر او د مشکل په متن بحث وکړو، په جګړه هدف ته نه شو رسېدای

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۱
 افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، په نظام حل لار باور او د زور له لارې پر واک ته رسېدو ټینګار ستونزې نشي حل کولی، بلکې جګړې به لا کړندۍ او په بل ډول دوام پیدا کړي.
راځۍ له حاشیې څخه تېر او د مشکل په متن بحث وکړو، په جګړه هدف ته نه شو رسېدای
افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، په نظام حل لار باور او د زور له لارې پر واک ته رسېدو ټینګار ستونزې نشي حل کولی، بلکې جګړې به لا کړندۍ او په بل ډول دوام پیدا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې نن شنبې د چنګاښ ۲۶ مه د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو پلاویو په ناسته کې، چې په قطر کې همدا اوس جریان لري وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی د افغانستان د ټولو مشرانو او سیاسیونو سره تر سلا مشورو وروسته د ولس په استازیتوب د طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته راغلي تر څو شته ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.

عبدالله ټینګار وکړ، چې موخه یې د افغانستان ستونزې ته د یوې سیاسي حل لارې موندل، مشارکت او د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ګډې راتلونکې ټاکل دي.

ښاغلي عبدالله و ویل، همدا اوس په هېواد کې جګړې په شدت سره دوام لري، چې قرباني یې اصلي د افغانستان خلک دي، نو ځکه دوی راغلي تر څو له طالب استازو سره مانا لرونکي او اصلي خبرې وکړي تر څو په هېواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره ښې پایلې ولري، او بالآخره په هیواد کې تر ټولو اوږدې غمیزې او جنګ ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.

هغه و ویل«د افغانستان مشکل نظامي حل لار نه لري، موږ باید ټول توان او انرژي یوه سیاسي توافق ته په رسېدو راټول کړو، تر څو جګړه ودرېږي او د افغانستان د خلکو لپاره یوه ګډه راتلونکې وټاکو.»

د ملي روغې جوړې عالی شورا زیاته کړه، چې سولې ته رسېدل له دواړو لورو انعطاف ته اړتیا لري او دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي ټینګارو کړ، چې که افغان حکومت زور وکاروي او یا د طالبانو تحریک د جګړې له لارې واک ته پر رسېدو ټینګار وکړي، خو د جګړې اصلي قربانیان او بایلونکي د افغانستان خلک دي.

عبدالله زیاته کړه، چې د تاشکند په پروني کنفرانس کې هم د جګړې پر ځای په افغانستان کې پر سیاسي حل ټینګار وشو، نو که لاس ته راغلی فرصت له لاسه ووځي، نو ټول به د خدای ج، د خلکو، تاریخ او نړۍ پر وړاندې مسوول وي.

د هغه په وینا د افغانستان خلکو په تېرو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته زیاتې لاس ته راوڼې، لکه د رایې حق، د ښځو د حقونو او بیان آزادي.... تر لاسه کړې او واقعیت دا دی، چې موږ دغه څه باید ومنو.

ده و ویل«له دغه لاس ته راوڼو زموږ برداشت بېلا بېل دی، خو زموږ د نظر توپیر باید د خلکو د ارادې پر وړاندې قضاوت ته پرېږدو شي، موږ باید د خلکو نظریاتو له تحمیل څخه په غیر سوله ییز شکل ډډه وکړو او د دواړو خواو تر منځ د سولې مذاکرات باید د هژوادوالو غوښتنو ته په پام سره، یوې مثبتې پایلې ته ورسژږي. که د خلکو غوښتنو ته پام و نکړو خدای مکړه دا جګړه نوره هم اوږدژدلای شي او هژواد به مو بژرته په یوه کنډواله بدل شي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر و ویل، چې د جمهوریت پلاوی د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دې صلاحیت او واک لري، چې پر ټولو مسایلو په ځانګړي ډول یوې وروستۍ پرېکړه ته د رسېدو لپاره مذاکره وکړي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې و ویل«موږ راغلي یو تر څو تاسو ته ډاډ درکړو، چې له دې فرصت نه باید ښه ګټه پورته کړو، مشکل که هر څومره لوی او پېچلی وي خو په مشوره، صداقت او د هېواد علیا ملي ګتو ته په پام سره حل کېدلای شي، هغه څه چې مثبت دي راځۍ چې وده ورکړو او هغه څه چې دواړه خواوې ورباندې یقیني دي، چې هېواد اوملي ګټو ته تاوان رسوي ورڅخه دده وکړو، هره ورځ چې مذاکرات ځنډیږي، مونږ او تاسې ټولو خلکو ته ملامت کیږو.»

عبدالله عبدالله هیله وښوده، چې دغه دوه ورځنۍ ناستې به د مذاکراتو له روان بهیر سره مرسته وکړي تر څو د سولې لپاره ګړندي ګامونه واخستل شي.

ده پر طالبانو غږ وکړ، چې راځۍ له حاشیې څخه تېر او د مشکل په متن بحث وکړو، چې څنګه کولی شو دغه کار ګړندۍ او چټک کړو.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، دا وینه چې توېږي دا د افغانانو او مسلمانانو وینه ده، چې نه یې جبیره کولی شو او نه هم ځان له مسوولیت څخه خلاصولی شو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي