د کندهار والي:

کندهار سیاسي سقوط کړی، د ځینو سیاسیون په یوه تلېفون بسته ولسوالي پرېښودل شوې

27 سرطان 1400 ساعت 8:41

د کندهار والي روح الله خان زاده وايي، کندهار نظامي نه بلکې سیاسي سقوط کړی او له مرکز څخه د یو شمېر مشرانو په یوه تلېفون سربسته سربسته ولسوالۍ پرېښودل شوې دي.


د کندهار والي روح الله خان زاده وايي، کندهار نظامي نه بلکې سیاسي سقوط کړی او له مرکز څخه د یو شمېر مشرانو په یوه تلېفون سربسته سربسته ولسوالۍ پرېښودل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خان زاده چې پرون شنبې د چنګاښ ۲۶ مه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، خبرداری ورکړ، چې که تا دا سیاسون له دې کار نه لاس وانخلي نو د فساد دوسیې به یې افشا کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې له مرکزه ځینې سیاسیونو تلېفونونه کړي او ولسوالۍ او پوستې له جګړې پرته پرېښودل شوي دي.

که څه هم نوموړي د دغه سیاسیونو نوم وانخیست خو ویې ویل، له کله چې دغه د فساد پر ضد مبارزه کړې او نه دغه سیاسیونو هم کندهار ته سیاسي سقوط ورکړ.

کندهار والي و ویل«کندهار سیاسي سقوط کړی دی، کندهار نظامي سقوط نه دی کړی، په یوه یوه تیلیفون باندې یې سربسته سربسته ولسوالۍ ایله کړي (پرېښي) دي، که نظامي سقوط وای،‌ په ولسوالۍ کې خو به یو شهید یو زخمي کیږي بیا به یې پرېږدي. په زرو زرو عسکر تللي دي‌ او په خپلو کورونو کېناستلي دي.»

هغه وړاندې وايي، داسې ځایونه ورمعلوم دي، چې څلور ورځې کېږي پوستې پرېښودل شوې او تر ننه پورې طالب هغه ځای ته نه دی ورغلی.

ده و ویل«۵۰-۵۰ پوستې په یوه تیلیفون پرېښودل شوي دي، د کندهار ولایت دا «مشران په کابل کې ناست» دي.»

د کندهار والي یو ځل بیا د خپلو خبرو په پای کې خبرداری ورکړ، چې که دغه سیاسیون د کندهار له ملت څخه لاس وانخلي د فساد دوسیې به یې ټول افغانستان ته افشا کړي.

نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د کندهار یو شمېر سیمې نیولې او لا هم په ځینو سیمو کې جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالرحمن رحمان وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په جګړه کې ۶۰ طالبان وژل شوي او تر ۸۰ پورې نور ټپیان دي.

ښاغلي رحمان پاکستان په افغانستان کې په جګړه تورن کړ او ویې ویل، چې دا د اسلام نه بلکې د اسلام آباد جګړه ده، خو ټينګار یې وکړ، چې طالبانو ته به ماتې ورکوي او د کندهار امنیت به خوندي کوي.

باید و ویل شي، چې کندهار کې د روانو جګړو له امله په زرګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې او په سخت حالت کې ژوند تېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 140905

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com