د افغان سفیر د لور د اختطاف په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

27 سرطان 1400 ساعت 9:14

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او اسلام آباد کې یې د افغان سفیر د لور سلسله علي خېل د اختطاف په تړاو شدید اعتراض ورته کړی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او اسلام آباد کې یې د افغان سفیر د لور سلسله علي خېل د اختطاف په تړاو شدید اعتراض ورته کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور پرون شنبې د چنګاښ ۲۶ مه په داسې حال کې، چې کور ته روانه وه، د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې وه.

وسله والو هغې ته سختې شکجنې ورکړې وروسته یې خوشي کړې، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

افغان حکومت دغه کار په کلکو ټکو غندلی او له پاکستانه یې جدي غوښتي، چې د پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي، عاملین یې ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

په همدې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات پرون کابل کې د اسلام آباد سفیر منصور احمد خان احضار کړی او خپل شدید اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت پاکستانی سفیر ته ویلي، چې د افغان دولت جدی اعتراض او اندېښنه خپل دولت او د بهرنیو چارو وزارت ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت نه په صراحت او جدیت غوښتل شوي، چې د دغه پېښې عاملین پیدا او فورآ یې مجازات کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه دا هم غوښتي، چې د نړیوالو قوانیو سره سم د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو امنیت خوندي کړي.

باید و ویل شي، چې پاکستان کې دغه کار پر خواله رسنیو د افغانانو سخت غبرګون راپارولی او له افغان حکومت نه یې غوښتي، چې په دې اړه د پاکستان سره جدي خبرې وکړي.

ان ځینو کسانو خو له افغان حکومت نه غوښتي، چې خپل دیپلوماتان له اسلام آباد نه راوغواړي، پاکستاني هغه ورولېږي او هر ډول دیپلوماتیکې اړیکې له دغه هېواد سره پرېکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com