اروپايي پارلمان: پاکستان دې په رښتینې مانا د ترهګرو ملاتړ پرېږدي

27 سرطان 1400 ساعت 9:59

 د اروپايي پارلمان غړو یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې په ریښتینې مانا د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په خپله خاوره کې یې ځالې او مرکزونه له منځه یوسي.


د اروپايي پارلمان غړو یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې په ریښتینې مانا د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په خپله خاوره کې یې ځالې او مرکزونه له منځه یوسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي پارلمان غړو  پرون شنبې د چنګاښ ۲۶ مه د افغانستان د پارلمان له ځینو ښځینه غړو سره په یوه انلاین غونډه کې دا څرګندونې کړې دي.

دوی ویلي، پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په دغه هېواد کې د ترهګرو شته مرکزونه او امن پټنځایوه له منځه یوړل شي.

دغه غړو ټینګار کړی، چې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او اروپا هڅه کوي افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

دوی په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټينګار کړی، چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او او په سیمه کې د ثبات لپاره له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

اروپايي پارلمان ډاډ ورکړي، چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او اجازه نه ورکوي دلته شته لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نشنل انټرسټ نشریې هم په یوه مطلب کې ویلي، چې په افغانستان کې اصلي د پاکستان نیابتي جګړه روانه ده، چې امریکا بایلوده.

دغه نشریې لیکلي سره له دې، چې امریکا ښه پوهېده، چې پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ملاتړ کوي، د القاعده مشر هم په پاکستان کې و وژل شو، خو بیا هم امریکايي چارواکي په دې اړه چوپ دي.

د مطلب لیکوال ویلي، د جګړې د ختمولو اغېزناکه لار دا ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي، دغه هېواد د جګړو له ملاتړه را وګرځول شي او په کابل کې د حکومت او سیستم د پیاوړتیا لپاره هڅې ډېرې کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140917

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140917/

جمهور
  https://www.jomhornews.com