ایمل ولي خان:

پاکستاني او افغاني طالبان یو دي او تر شاه یې یو قوت ولاړ دی

27 سرطان 1400 ساعت 11:07

 له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان وايي، د افغانستان په مسله کې امریکا، پاکستان او طالبان درې واړه یو دي.


 له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان وايي، د افغانستان په مسله کې امریکا، پاکستان او طالبان درې واړه یو دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، امریکا ته د پاکستان کنټرولولو ضرورت نشته، ځکه پاکستان له وخته د امریکا په لاسونه کې لوبېږي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان په اړه ډېر پرېوتی ذهنیت لري او نن هم له پاکستان څخه ترهګر افغانستان ته اوړي او په جوماتو کې ترهګرو ته چندې ټولوي.
 
ولي خان ټینګار کړي، چې پاکستاني طالبان د پاکستاني رياست يو ترهګر تنظيم دی او پاکستاني طالبان او افغان طالبان یو دي اوتر شا يې يو قوت ولاړ دی.
 
 
له دې سره سره ایمل ولي خان وایي، دی د افغانستان د ملا په هډوکي کې دا قوت او زور ویني، چې دې ترهګرو ته به ماتې ورکوي.
 
هغه وايي، له افغانستانه د امریکا وتلو ته په داسې نظر ګوري، لکه څنګه چې برېتانیا برضغیر څخه وتلې وه، خو خپلې منصوبې یې پرېښې وې.
 
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د سولې هغه مذاکرات مني، چې رهبري او مالکیت یې د افغان دولت او افغان ولس په لاس کې وي.
 
ښاغلي ولي خان افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو امن غوښتونکی سړی بللی او د سوال په ډول یې ویلي« تاسو پاکستان او طالبان سولې ته تيار کړۍ، زه ډېر د کم حيثيت سړی یم، زه ژمنه کوم چې زه به اشرف غني د خبرو مېز ته راولم.»
 
د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر وايي، افغانستان یو بیرغ لري، بل بیرغ هلته د منلو نه دی او بنیادي مسله د افغانستان د خود مختارۍ ده.

ایمل ولي خان ټینګار کړی، چې عوامي نېشنل ګوند یو خودمختار، آزاد او پر امنه افغانستان غواړي او په وینا یې باوري دي، چې افغانستان به ترهګرو ته ماتې ورکوي او د دې به پر پښتونخوا او بلوچستان هم ډېره اثرات پرېوزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 140923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com