۰
منصور نادري:

دوحه کې د بندو دروازو تر شاه داسې څه پېښ شول، چې افغانانو ته به ښه خبر وي

یکشنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۰
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی سید سعادت منصور نادري وايي، دوحه کې د بندو دروازو تر شاه داسې څه پېښ شول، چې د افغانانو لپاره به ښه خبر وي.
دوحه کې د بندو دروازو تر شاه داسې څه پېښ شول، چې افغانانو ته به ښه خبر وي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی سید سعادت منصور نادري وايي، دوحه کې د بندو دروازو تر شاه داسې څه پېښ شول، چې د افغانانو لپاره به ښه خبر وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون شنبې د چنګاښ ۲۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړو پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې.

په دغه ناسته کې دواړو لورو ټینګار وکړ، چې جګړه د حل لار نه ده او ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر عبدالله عبدالله و ویل، چې په زور یوا خوا هم هدف ته نه شي رسېدلی، بلکې جګړې به په بله بڼه دوام وکړي.

عبدالله ټینګار وکړ، چې موخه یې د افغانستان ستونزې ته د یوې سیاسي حل لارې موندل، مشارکت او د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ګډې راتلونکې ټاکل دي.
 
هغه و ویل«د افغانستان مشکل نظامي حل لار نه لري، موږ باید ټول توان او انرژي یوه سیاسي توافق ته په رسېدو راټول کړو، تر څو جګړه ودرېږي او د افغانستان د خلکو لپاره یوه ګډه راتلونکې وټاکو.»
 
د ملي روغې جوړې عالی شورا زیاته کړه، چې سولې ته رسېدل له دواړو لورو انعطاف ته اړتیا لري او دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

په ورته وخت د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر هم ټينګار وکړ، چې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار یو پیاوړیو مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یو خپلواک او مرکزي نظام لپاره باید ټول لوري له خودخواهۍ، شخصي منافعو تیر شي څو بې باوري او بې اعتمادي له منځه لاړه شي.

تر عمومي ناستې وروسته د دواړو لوریو پلاويو د بندو دروازو تر شاه خبرو ته دوام ورکړو خو نور جزیات یې له رسنیو سره شریک نه شول.

خو اوس تازه افغان دولتي سرچینو دوحه کې له طالبانو سره د سولې د تازه خبرو تر پیل وروسته خوشبیني څرګنده کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هیله ښودلې چې خبرې به ښې پایلې ولري، ځکه خبرې په همدې نیت ترسره کېږي چې له یوه بل سره جوړ راشي.

ښاغلي نادري ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي، د بندو دروازو تر شا داسې څه پېښ شول چې افغانانو ته به ښه خبر وي.

راپورونه وايي، له کابله ورغلی د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی، د وخت اهمیت ته په کتو داسې ښکاري چې غواړي درې میاشتو کې د ننه خبرې اترې خلاصې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي