د پاکستان سفارت مخې ته لاریون: د ترهګرۍ تر شاه پاکستان ولاړ دی

27 سرطان 1400 ساعت 13:21

سلګونو کسانو کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې غليخېل د اختطاف پر ضد لاریون وکړ او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول.


سلګونو کسانو کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې غليخېل د اختطاف پر ضد لاریون وکړ او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون نن شنبې د چنګاښ ۲۷ مه سهار کابو ۱۱ بجې پیل شو چې اوس هم لا دوام لري او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي.

لاریون کوونکو د افغان سفیر د لور تښتول په کلکو ټکو وغندل او دا کار یې د پاکستان د استخباراتي ادارې وباله.

دوی په خپلو شعارونو کې ویل«ی جو دهشتگردي ههې ایس که پیچې وردي ههې» دا چې کومه ترهګري ده تر شاه یې درېشي ده.

لاریون کوونکو ویل، چې دوی اسلام آباد کې د افغان سفیر له لور سره شوی ظلم په کلکو ټکو غندي او د دغه پېښې جدي سپیناوی غواړي.

دوی ویل، چې دا یوزاې د سفیر صیب او د هغه د کورنۍ بې عزتي نه بلکې د هر افغان او هرې افغان کورنۍ او افغانستان بې غزتي ده.

لاریون کووونکو خبرداری ورکړو چې که پاکستان د دغه پېښې جدي پلټنه ونه کړي او عاملین یې د قانون منګولو ته ونه سپاري نو دوی به یې غچ واخلي.

اریون کوونکو د پاکستان دولت لخوا د سپکاوي څخه په ډکه دې نه بښونکې پېښه کي آی ایس آی، د پاکستان ملکي حکومت او مذهبي ډلي پړې وبللې او یو شمېر عکسونه یې د غوسې څرګندولو او غندني په موخه وسوځول.

ددې تر څنګ پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو هم د سلسله زما خور ده او نورو هشټېګونو په کارولو د دې پېښي په غندنه د قهره ډک احتجاجي کمپاین روان دی.

د یادونې ده، چې د افغان سفیر لور سلسله عليخېل پرون اسلام آباد کې د وسله والو کسانو له خوا هغه مهال وتښتول شوه، چې له بازاره کور ته روانه وه.

نوموړې تر پنځه ساعته برمته کېدو او شنکجې وروسته بېره د سفارت په څنګ کې غورځول شوې، چې وروسته روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوې وه.

افغان حکومت پر دې پېښه سخته خواشني ښودلې، په کلکه یې غندلې او له پاکستانه یې غوښتي، چې جدي پلټنې وکړي او عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د اسلام آباد سفیر منصور احمد خان احضار کړی و او ورته یې د افغان دولت شدید اعتراض وړاندې کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ته امر کړی، چې په ۴۸ ساعتونو کې د پېښې عاملین ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، چې دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې او وروسته به معلومات شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com