د قطر دوه ورځني مذاکرات پای ته ورسېدل، خو کومه مهمه پرېکړه ونه شوه

28 سرطان 1400 ساعت 9:41

قطر کې د افغان دولت د لوړ پوړي او طالبانو د لوړ پوړي پلاویو تر منځ د سولې دوه ورځنۍ خبرې په یوې ګډې اعلامیې پای ته ورسېده خو کوم مهم توافق په کې ونه شو.


قطر کې د افغان دولت د لوړ پوړي او طالبانو د لوړ پوړي پلاویو تر منځ د سولې دوه ورځنۍ خبرې په یوې ګډې اعلامیې پای ته ورسېده خو کوم مهم توافق په کې ونه شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې چې شنبې او یکشنبې یې دوام درلود تېر ماخوستن د یوې ګدې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

که څه هم د خبرو تر پیل یوه ورځ وروسته ځینو سرچینو ویل، چې افغانان به دا ځل ښه خبرونه واوري او ملت هم دا ځل ډېر انتظار و، چې د اوربند په ګډون په ځینې مهمې پرېکړې وکړي، خو هغې څه ونه شول.

دواړو لورو په دې دوه ورځنیو خبرو کې د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، دواړه لوري یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لری.
 
دوی ژمن دي‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي تر څو دغسې یو جوړجاړی تر لاسه شي،‌ او دهمدې هدف لپاره به دوی په راتلونکي ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ور کړي.
 
په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندي ‌کولو هدایت وکړ.‌
 
ټول اړخونه ډاډ تر لاسه کوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌

په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوي.
 
دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر لاسه کولو لپاره د قطر هیواد سخاوتمندانه مرسته ستايي.
 
همدارنګه د ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوي.‌
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140950

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140950/

جمهور
  https://www.jomhornews.com