د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ پر طالبانو تور پورې کړی، چې کندهار کې یې د ولسوالیو له نیولو وروسته سلګونه کسان په دې نوم نیولي، چې ګڼې له حکومت سره یې مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډلې پرون جمعه د زمري اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو له نیولو شویو کسانو څخه اکثریت یې وژلي هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ادعا کړې، چې طالبانو یوازې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې کابو ۴ سوه تنه له کورونو ایستلي، چې ۱۰۰ یې ترې وژلي او د نورو برخلیک لا هم نه دی معلوم.
د کندهار ځايي چارواکي هم د دې خبر پخلی کوي او وايي طالبانو د خاشه ځوان په نوم یو ټوکي هم وژلی دی.
د سپین بولدک ځینې اوسېدونکي وايي، دا وژنې پاکستانیان کوي، چې د ځینو وژنو په اړه ځايي طالبانو هم حیرانتیا ښوولې ده.
د بشري حقونو د څار ډله وايي چې طالبانو په سپین بولدک کې ۳۰۰ تنه نیولي چې د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نه شته.
د دې ادارې د اسیا ريیسې پتریشیا ګاسمن ویلي، ژوره اندېښنه شته چې طالبان ممکن په کندهار کې د حکومتي مامورینو او امنیتي ځواکونو پر ضد نورې بې رحمۍ وکړي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپورونه په کلکه رد کړي وايي، دا د دوی پر ضد تبلیغات دي، چې هېڅ حقیقت نه لري.
نوموړي ویلي، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې هېڅوک هم نه دي وژل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل