۰

نوازشریف: پاکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي

شنبی ۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۷
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګټه دی او پاکستان باید له دغه هېواد سره ښې اړیکې جوړې کړي.
نوازشریف: پاکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګټه دی او پاکستان باید له دغه هېواد سره ښې اړیکې جوړې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شریف دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره په لندن کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ملي امنیت شورا د نواز شریف له قوله وايي، افغانستان ته د ثبات په راتګ ټوله سیمه له امنیت او پرمختګ برخمنېدای شي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې پاکستان باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او دواړه هېوادونه کولی شي د متقابل درناوي له لارې خپلې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.

نواز شریف ټینګار کړي، چې افغانستان په سیمه کې مهم هېواد دی او د دغه هېواد په ثبات او امنیت سره به ټولې سیمې ته پرمختګ راشي.

د نواز شریف په وینا پکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي او په سیمه کې دې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي