۰

افغانستان له پاکستان سره د کرکټ سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

شنبی ۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۹
د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د دریو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.
افغانستان له پاکستان سره د کرکټ سیالیو ته لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د دریو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه اعلان شوي نوملړ کې د پخوانیو لوبډلمشرانو اصغر افغان او ګلبدین نایب نشته، خو پنځه ځوان لوبغاړي په کې اخیستل شوي دي.

د لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي دی او مرستیال کپتان یې رحمت شاه زرمتی ټاکل شوی دی.

محمد نبي، راشد ارمان، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، کریم جنت، اکرام علي خېل، صدیق اتل، شاهد کمال، عزمت الله عمرزی، عبدالرحمن، نوین الحق، فضل احمد فاروقي او نور احمد لکڼوال د سکواډ یا نوملړ نور لوبغاړي دي.

دغه راز شرف الدین اشرف، قیس احمد، یوسف ځاځی او سلیم صافی احتیاطي لوبغاړي اخیستل شوي دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه لوبلړۍ به د سپتمبر په میاشت کې کېږي.

افغانستان د دغو لوبو کوربه دی او تر دې دمه لا مشخص نه دی چې دا لوبه به چېرې کېږي، خو اټکل دی چې شاید په سري لانکا کې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي