سپینه ماڼۍ:

له افغان ځواکونو سره د امریکا ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه پر ځای ده

2 اسد 1400 ساعت 10:14

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او امریکا د ولسمشر جوبایډن تر تلېفوني خبرو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي، له افغان ځواکونو سره د امریکا د ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه پر ځای ده.


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او امریکا د ولسمشر جوبایډن تر تلېفوني خبرو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي، له افغان ځواکونو سره د امریکا د ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه پر ځای ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې دغه مرسته د تایید لپاره د امریکا کانګرس ته استول شوې او خبرې هم پرې شوې دي.

اعلامیه کاږي، د دې مرستو یوه برخه (یو میلیارد ډالر) به پر افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو لګول کېږي، چې هوايي ملاتړ او د جګړې په ډګر کې یې وړتیاوې لوړې شي.

د سرچینې په وینا له دې مرستې یو میلیارد نور ډالر به د افغان ځواکونو لپاره پر مهمو اکمالاتي چارو او د پوځي او سونتوکو پر رانیولو لګول کېږي او ۷۰۰ میلیون ډالر به د افغان پوځیانو د تنخاوو ورکولو ته ځانګړي کېږي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوي، چې ولسمشر بایډن ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې د مېرمنو، نجونو او لږکیو په ګډون به له افغانانو او پراختیايي او بشري مرستو سره د امریکا ملاتړ دوام ومومي.

امریکا یو ځل بیا له افغان ځواکونو او افغان حکومت د ملاتړ ډاډ پر داسې مهال ورکوي، چې همدا اوس په افغانستان کې د بل هر وخت په پرلته جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141026

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141026/

جمهور
  https://www.jomhornews.com