له طالبانو د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه: جګړه ودروی او سوله وکړۍ

2 اسد 1400 ساعت 10:24

 ځینو لوېدیځو هېوادونو د افغانستان ‌پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې بریدونه ودروي، د سولې خبرو ته مخه کړي او د افغانستان د زېربناوو ساتنه وکړي.


 ځینو لوېدیځو هېوادونو د افغانستان ‌پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې بریدونه ودروي، د سولې خبرو ته مخه کړي او د افغانستان د زېربناوو ساتنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا، اروپايي‌ ټولنې، فرانسې جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې او ایټالیا ځانګړو استازو د ایټالیا روم ښار کې سره کتلي او د افغان سولې پر مسلې غږېدلي.

د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو بریدونو او په هغو سیمو کې چې وسله والې نښتې پکې روانې دي، د بشري حقونو جدي نقض ته اندېښمن دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دوی تکل لري د امنیتي او دفاعي برخو په ګډون د افغانستان د بنسټونو ملاتړ وکړي.

خو به وینا یې، له افغانستان سره به راتلونکې مرستې په دې شرط وشي چې ښه حکومتولي وي، قانون او بشري حقونو ته ژمنتیا وي، چې پکې د تېرو دوو لسیزو د ښځو لاسته راوړنې او له فساد سره د دولت پرېکنده مبارزه او د جنیوا د ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتې د ژمنو پلي کول شامل وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com