۰

امریکا: هڅه کوو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه ختمه کړو

شنبی ۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنو جګړو ټغر ټول کړي.
امریکا: هڅه کوو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه ختمه کړو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنو جګړو ټغر ټول کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن له این بي سي سره په مرکه کې زیاته کړې، طالبان هم نه پرېږدو او د افغانستان جنګ هم ختموو.

نوموړي زیاته کړې، امریکا او حکومت یې پرلپسې پر دې کار کوی، چې په افغانستان کې روان څلوېښت کلن جنګ پای ته ورسوي.

د هغه په وینا که طالبان افغانستان لاندې کوي، دغه هېواد به د نړۍ له همکاريو او ملاتړ بې‌برخي او منزوي پاتې کېږي چې دا هيچا ته د زغملو نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دوی پر داسې لاره کار کوي چې دغه څلوېښت کلن جنګ په بشپړه توګه په افغانستان کې ختم شي او پر همدې پلان پرمختګ هم شوی دی.

دی زیاتوي، په عين حال کې د افغانستان د څلوېښت کلن جنګ د ختمولو پلان هم ارزيابي کېږي چې چېرې کومه وړه تېروتنه و نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د هند د ملاتړ د جلبولو لپاره دغه هېواد ته ځي.

د یادونې ده، چې تېره شپه د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ولسمشر غني ته تلېفون کړی و او ډاډ یې ورکړی، چې امریکا د افغانانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي