امریکا د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

2 اسد 1400 ساعت 12:38

د امریکا ولسمشر جو بايډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره منظور کړل.


د امریکا ولسمشر جو بايډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره منظور کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په لومړي فرمان کې ویل شوي، د امریکا د مهاجرینو اوپناه غوښتونکو د اضطراري مرستو د صندوق څخه دې ۱۰۰ میلیونه ډالره په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بې ځایه شویو کډوالو د اړتیاو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې دغوښتونکو د چارو لپاره ځانګړې شي.

بايډن په دویم فرمان کې امرکړی، چې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور دې د ادارو او د امریکا د وزارتونو له منابعو څخه د ګډوالو، د جګړود قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتونکو په ګډون د نورو هغو کسانو د خیر ښیګڼې د چارو لپاره ځانګړې شي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله زیامن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com