۰

پاکستان پر ډېورنډ کرښه پرېمانه ملېشې ځای پر ځای کړې دي

شنبی ۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۹
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، پر ډېورنډ کرښه یې ګڼ شمېر سرحدي، سیمه ییز پولیس او نورې ملېشې ځای پر ځای کړې دي.
پاکستان پر ډېورنډ کرښه پرېمانه ملېشې ځای پر ځای کړې دي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، پر ډېورنډ کرښه یې ګڼ شمېر سرحدي، سیمه ییز پولیس او نورې ملېشې ځای پر ځای کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شیخ رشید ویلی، اړتیا یې ولیده، چې دغه کرښې ته څېرمه باید ملېشې ځای پر ځای شي او ورته د تیارسۍ امر شوی دی.
 
دی وايي، دغه ټول پاکستاني عسکر د تيارسۍ په حال کې دي، پر ډېورنډ کرښه به ګزمې هم کوي او که اړتيا وه جګړه به هم کوي.

پاکستان دغه ګام وروسته له هغه اخلي چې طالبانو پر سپين بولدک بريدونه وکړل او د دغې ولسوالي دروازې یې ونیولې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په تازه څرګندونو کې افغان حکومت ته خبرداری ورکړي، چې ژر تر ژره ټول بندرونه ونیسي.

نوموړي ویلي، پاکستان غواړي د سپين بولدک له لارې خپلې ملېشې او طالبان د افغانستان ولايتونو ته ننباسي.
 
تر ده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي، چې ۱۵ زره ترهګر افغانستان ته د جګړې لپاره ننباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي