د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو مشر چین ته تللي

2 اسد 1400 ساعت 14:52

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د دغه هېواد د اسخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرال فیض حمید چین ته تللي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د دغه هېواد د اسخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرال فیض حمید چین ته تللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چین ته د قریشي او جنرال حمید سفر دوه ورځینی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړه لوري به پر دفاعي او امنیتي همکارۍ سربېره، د ترهګروۍ سره پر مبارزې او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې وکړي.

شاه محمود قریشي او جنرال فیض حمید په داسې حال کې پرون چین ته ورسېدل چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د یوې چاودنې د علت په اړه اسلام اباد او پیکنګ خپلو کې لانجه وکړه.

د جولای پر ۱۴مه په خېبر پښتونخوا کې د چین سرحد ته نږدې پر یوه بس موټر په چاودنه کې د نهو چینايي کارګرو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. دوی د برښنا د یوه بند په بیارغونه کې کار کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141040

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141040/

جمهور
  https://www.jomhornews.com