له ۳ولايتو پرته په درست هېواد کې د شپې ګرځېدل بند شول

2 اسد 1400 ساعت 15:31

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګولی دی.


د کورنیو چارو وزارت د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګولی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ټولو لویو ښارونو کې د شپې له خوا ګرځېدل منع دي.
 
د دغه وزارت د وياند مرستيال احمد ضيا ضيا وايي، له کابل، پنجشېر او ننګرهار پرته، په ټول هېواد کې هيڅوک نه شي کولای د ماخوستن له لسو بجو، د شپې تر څلورو بجو پورې وګرځي.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې يوازې په کندهار کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديزو و.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com