۰

د محب او نواز شریف لیدنې د پاکستاني چارواکو غبرګونونه راپارولي

یکشنبه ۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لیدنې د پاکستاني چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د محب او نواز شریف لیدنې د پاکستاني چارواکو غبرګونونه راپارولي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لیدنې د پاکستاني چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب درې ورځې وړاندې لند کې د نواز شریف سره ولیدل او دواړو خواو د یو بل په چارو کې د نه مداخلې او یو بل ته د متقابل درناوي په هکله خبرې کړې‌ دي.

نواز شریف ویلي و، افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او پاکستان ته پکار ده، چې له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ښې کړي.

د ښاغلي محب او نواز شریف دغه لیدنې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي او نواز شریف یې غدار بللی دی.

د پاکستان د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد حسین ویلي، نواز شریف ولې له یوا داسې شخص سره لیدلي، چې د پاکستان دښمن او پاکستان یې د هیرامندي (فاحسه خانه) بللی.

هغه له نواز شریف څه د سوال په توګه پوښتلي، ولې د پاکستان څخه ټول نفرت کوونکي، له اجیت دووال (د هند د ملي امنیت مشاور) څخه نیولې تر محب پورې، په لندن کې ستاسو د ښایسته قصر لیدو ته درځي.

فواد حسین زیاته کړې«بهر ته د نواز شریف لېږل په دې خطرناک دي، چې هغه له هغو کسانو سره ګوري، چې د بین الاقوامي جوړجاړیو په برخه کې مرسته کوي، افغانستان کې د روا «هند د استخباراتي ادارې» تر ټولو غټ دوست حمدالله محب سره د نواز شریف لیدنه د دغه ډول کسانو یوه ښه بېلګه ده.»

نوموړي زیاته کړې، امرالله صالح، حمدالله محب او نریندرا مودي د پاکستان دښمنان او د نواز شریف ملګري دي.

په ورته وخت په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال شهبازګل ویلي‌ دي‌ چې د ښاغلي شریف ملاقاتونه د دې ښکارندوی دي‌ چې هغه کوم هدف لري.

نوموړي زیاته کړې له داسې کسانو سره چې پاکستان ته یې ښکنځلې کړې، ښکاره کوي چې د هغه اجنډا څه ده.

د پاکستانیانو له دې نیوکو وروسته، په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر بیا په افغانستان کې د پاکستان په مداخلې انتقاد کړی.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر فواد چودري او نورو پاکستاني چارواکو ته په یوه ټویټ کې لیکلي«زموږ د ملي‌ امنیت مشاور یوازې ستاسو د مخالف سیاسي ‌مشر سره ملاقات وکړ او تاسو ته یې دومره زور درکړی (ځورېدلي یاست). فکر وکړئ، تاسو چې تروریستان روزۍ او تجهیز کوۍ او هغوی هره ورځ زما خلک وژني. تاسو هغوی ته امن ځایونه ورکوۍ، هغوی ته پېسې ټولوۍ او په خپلو روغتونونو کې یې درملنه کوۍ.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي