د روسیې د بهرنیو چارو وزیر:

طالبانو ډاډ راکړۍ، چې پخواني شوري اتحاد ملګرو ته هېڅ ډول خطر نه دي

3 اسد 1400 ساعت 9:15

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څخه وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د طالبانو په ستاینه پیل کړی دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څخه وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د طالبانو په ستاینه پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو مشران سلیم عقل لري او سالم خلک دي.

دی وايي، طالبانو مسکو ته په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړی، چې د دوی له لوري د پخواني شوروي اتحاد ملګرو هېوادونو ته هیڅ ډول خطر نه دی متوجه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف زیاته کړې، چې طالبانو مسکو ته دا ډاډ هم ورکړی، چې له داعش سره به کلکه مبارزه کوي.

لاوروف وايي، طالبان خبرو اترو ته چمتو دي او هغوی د خبرو له لارې د افغان کشالې پر سیاسي حل باور لري، نو دوی په پوره ډاډ سره ویلی شي چې طالبان سالم خلک دي.

نوموړي پر افغان حکومت غږ کړی دی چې له وېرې پرته دې له طالبانو سره خبرو ته کېني.

لاوروف د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه ډله به له تور لیست څخه وباسي کنه وویل، تر اوسه پورې نړیوالې ټولنې په دې اړه اقدام نه دی کړی نو دوی هم څه نه شي ویلی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com