وسله والو د شبرغان ښار د جامع جومات خطیب وژلی

3 اسد 1400 ساعت 9:31

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو کسانو د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار د جامع جومات خطیب په جومات کې وژلی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو کسانو د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار د جامع جومات خطیب په جومات کې وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، پېښه پرون شنبې د زمري ۲ مه ماښام مهال د مولانا جلال الدین مېنې په جامع جومات کې رامنځ ته شوې ده.

د جوزجان د پولیسو ویاند مسعود ندیم وايي، وسله وال جومات ته ورننوني او د دغه جومات خطیب مفتي رفیع الله یې د کلاشنکوف په ډزو وژلی دی.

دی زیاتوي، چې تر اوسه د قتل علت نه دی معلوم، خو په اړه یې څېرنې روانې دي.

د جوزجان د پولیسو ویاند وايي، وسله وال له برید وروسته په تېښته بریالي شوي او تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

په ورته وخت د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست وايي، مفتي رفیع الله یو بې ‌پرې سړی و او له چا سره‌ یې دښمني نه‌ لرله.

د یادونې ده، چې مفتي رفیع ‌الله په دې وروستیو کې په خپل مالي لګښت د نجونو او هلکانو لپاره یوه دیني مدرسه جوړه کړې وه.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 141061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com