ولسمشرغني: برېښنایي تذکرو د وېش بهیر دې لا چټک شي

3 اسد 1400 ساعت 15:02

افغان ولسمشر محمد اشرف غنې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له چارواکو سره ناسته کې ټینګار وکړ، چې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ باید لا چټکه کړی شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غنې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له چارواکو سره ناسته کې ټینګار وکړ، چې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ باید لا چټکه کړی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپانه وايي، ولسمشر غني نن یکشنبې د زمري ۳ مه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو سره ناسته کې د تخنیکي ټیم، سیستمونو جوړولو، انکشاف او برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د دوی د کړنو راپور واورېده.
 
سرچینه زیاتوي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر په دغه ناسته کې و ویل، چې نړیوالو معیارونو ته په پام یې په وزارتونو او ادارو کې د سیستمونو د لا انکشاف او د کارونو د ښه والي په موخه ظرفیتونه روزلي دي.
 
نوموړي د سیستمونو د تطبیق، خالي والي، له انکشاف او د ادارو د رهبرۍ له بدلون وروسته د لومړیتوبونو د بدلون، د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو د تکرار او ځینې نورې اړوندې ستونزې له ښاغلي غني سره شریکې کړې.
 
ده ویلي، د د بشري ځواک د زیاتوالي لپاره یې د کادري سیستم د طرحې برابرولو ترڅنګ نږدې شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشلي او د اتو میلیونه تذکرو د وېش غوښتنه موجوده ده.
 
ښاغلي غني د معلوماتو او مرکزې احصایې ادارې مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش مننه او د دغه بهیر په لاچټکولو ټینګار وکړ.
 
ولسمشر غني زیاته کړه چې د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هېواد کې له شته ظرفیتونو څخه استفاده وشي.
د ولسمشر په وینا د افغانستان بانک ډیجیټلي شوی، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او فواید عامې وزارتونه د دغې پروسې په لومړیتوبونو کې دي. د مالیې وزارت د خزاینو سیستم، بودجه او د معاشونو ورکړه باید مطلق ډیجیټلي شي.
 
ښاغلي غني د چارو ادارې عمومي رئیس او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ته د چارو د تکرار د مخنیوي په موخه کابینې ته د وړاندیزونو برابرولو او د مختلفو سیستمونو پر ځای د واحد دولتي سیستم رامنځته کولو او انکشاف لارښوونه وکړه.
 
نوموړي ویلي، د افغانستان د ډیجیټلي کېدو په صورت کې به راکړې ورکړې اسانه، خدمات او د زیربنایي پروژو اوچارو مدیریت په مراتبو اغېزناک شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com