کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر یو ځل بیا ټينګار کړي وايي، تر چې په پاکستان بندیزونه ونه لګول شي او فشار پرې رانه شي، افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکساند ویلي، افغانستان یوازې هغه وخت سولې ته رسېدای شي، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا ملاتړ دوام ولري او پاکستان تحریم کړی شي.
نوموړي خبرداری ورکړي، چې له دې کار پرته به جګړه په افغانستان کې دوام وکړي.
د یادونې ده، چې الکساند تر دې وړاندې هم په ورا وار ویلي، چې د افغانستان د جګړې اصلي لامل پاکستان دی او تر چې دا هېواد تر نړیوال فشار لاندې رانشي د افغانستان په اړه خپله پالیسي او په کې مداخله نه بندوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني هم پاکستان نېغ په نېغه د طالبانو ملاتړی وباله او ویې ویل، چې یوازې په تېرو دو میاشتو کې ۱۰ زره جنګیالي له دغه هېواده افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي دي.
دغه راز د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا لندن ته د سفر په ترڅ کې له لوېدیځو رسنیو سره ویلي، چې له پاکستانه د دغه ۱۰ زره جنګیالیو سربېره ۱۵ زره نور هم د جګړې لپاره را روان دي.
که څه هم پاکستان په وار وار له دې ډول تورونو ځان پاک ښودلی او ویلي یې دي، چې د ترهګرو ملاتړ نه کوي، خو پرون د سره صلیب کمېتې یوازې په ننګرهار کې د ۳۹ پاکستاني وسله والو جسدونه په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته وسپارل.
جمهورخبري آژانس:کابل