شپږو میاشتو کې څه باندې ۵ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

4 اسد 1400 ساعت 12:01

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې له امله ۵۱۸۳ تنه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې له امله ۵۱۸۳ تنه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن دوشنبې د زمري ۴ مه خپل شپږ میاشتنۍ راپور خپور کړی او وايي د ملکي افغانانو مرګ ژوبله له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د یوناما په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل راهیسې تر نن پورې جګړه کې ۱۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور تپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، ډېره دغه مرګ ژوبله په می او جون میاشت کې رامنځ ته شوې او په ټول کې د ۲۰۲۰ کال د همدې مودې په پرتله په ۲۰۲۱ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۷ سلنه زیاتوالي ښيي.

یوناما وایي، د مرګ ژوبلې کابو نیمايي برخه ځوانان، ښځې او ماشومان جوړوي.

راپور زیاتوي، په جګړه کې ۴۶۸ ماشومان، ۲۱۹ ښځې وژل شوې، ۱۲۱۴ ماشومان او ۵۰۸ ښځې په کې ټپیانې شوې دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې د دغه ملکي مرګ ژوبلې ۳۹ سلنه مسوول طالبان، ۹ سلنه داعش، ۱۶ سلنه نامعلومه وسله وال کسان، ۲۵ سلنه مسوول دولتي ځواکونو او ملاتړي یې او د ۱۱ سلنه تلفاتو مسوول نه دی معلوم.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دیبورا لاینز د دغه راپور له خپرېدو سره سم د افغان جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړې خبرداری ورکړي، چې که د دې کار مخنیوی ونه شي، نو روان کال به ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوړي.

مېرمن لاینز پر افغان حکومت، سیاسیونو او طالبانو غږ کړي، چې د سولې خبرې اترې ګړندۍ کړي او افغانستان کې د جګړې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی، چې پر پوځ حل لار ټینګار کول، نه یوازې ستونزه حل کولی نه شي، بلکې د افغانستان د خلکو درد او رنځ به نور هم زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 




 


د مطلب کود: 141111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com