هلمند کې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

5 اسد 1400 ساعت 10:04

سویل لوېدیځ کې پوځي چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د پوځ یوه M17 ډوله چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.


سویل لوېدیځ کې پوځي چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د پوځ یوه M17 ډوله چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۱۰ میوند قول اردو وايي، دغه پېښه تېره شپه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، چورلکې د پوځي عملیاتو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې او وروسته له منځه تللې.

دغه قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تر ناستې وروسته ټول سپاره کسان په خوندي توګه ژغورل شوي دي او هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

افغان ځواکونو دغه عملیات بریالي بللي او په کې یې د کابو ۳۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکو نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات باندې ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 141138

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141138/

جمهور
  https://www.jomhornews.com