۰

امریکا او هند د افغانستان په اړه جدي خبرې کوي

سی شنبه ۵ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۹
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو زیر ډېر ژر هند ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه جدي خبرې اترې وکړي.
امریکا او هند د افغانستان په اړه جدي خبرې کوي
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو زیر ډېر ژر هند ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه جدي خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي شنکر زیاته کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به سبا چهارشنبې د زمري ۶ مه نوي ډهلي ته ورورسېږي او له هند چارواکو سره به وګوري.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

دی وايي، افغانستان د دې لیدنې د بحث مهمه موضوع ده او هند هڅه کوي په جدي توګه د افغانستان په اړه له امریکا سره خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې هند په وار وار افغانستان کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او نړیوالو ته په کار ده چې دد غه جګړې په ختمولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

په ورته وخت کې امریکايي رسنیو هم ویلي، چې جنوبي اسیا او افغانستان د هند او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دي.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي